سعودي عربستان له یمن سره ۱.۲ میلیارډه ډالره مرسته کوي
CMG2023/08/02 11:03:03
شريکول:

د سعودي عربستان یو چارواکي د اګست په لومړۍ نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې له یمن سره د ۱.۲ میلیارډو امريکايي ډالرو مرسته منظور کړې، چې دا به د يمن اقتصاد په خوځښت راولي، چې دمګړې له سخت کړکېچ سره مخ دی.

یو یمني مامور ویلي، چې د سعودي ياده مرسته به د وارداتي خوراکي توکو او د برېښنا د تولید لپاره د تیلو په اخیستلو ولګوي او هم به د حکومتي کارکوونکو ته ترې معاشونه ورکړي.

د یمن اقتصاد د څو کلنې دوامدارې جګړې، د پيسو ارزښت د ټيټېدو او انفلاسیون له امله په ټپه ولاړ دی او د خلکو د ژوند د لومړنيو توکو او عامه خدماتو تضمین يې ستونزمن شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د يمن دوه په درېیمه برخه نفوس بېوزله دی او د بشردوستۍ پر مرستو تکيه لري.