د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په لومړۍ نېټې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی او د باجوړ په يوې غونډې کې د خونړي ځانمرګي بريد غندنه يې کړې ده.
نوموړي په پیغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب په يادې پېښې کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه خواشيني څرګنده کړې او زيانمنو کورنيو سره يې همدردي ښودلې ده.
نوموړي ويلي، چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت او د داسې ترهګريزو بريدونو غندنه کوي او په وينا يې، چين له پاکستان څخه کلک ملاتړ کوي، چې د ترهګرۍ ضد پلان پلی کړي او د سيمې او نړۍ سوله او ثبات وساتي.
د چين صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ خپل پاکستاني سیال محمد شهباز شريف ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.