د چيلي هوايي ځواک د يوې چورلکې د لوېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
CMG2023/08/02 14:02:09
شريکول:

د چيلي هوايي ځواک يوه چورلکه د جولای په ۳۱مې نېټې د دغه هېواد په لاسلاګوس کې لوېدلې، چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي دي.

د چيلي هوايي ځواک د اګست په لومړۍ نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يوه چورلکه يې د جولای په ۳۱مه نېټې د شپې په ۸ بجو او ۳۰ دقيقو د دغه هېواد د لاسلاګوس سيمې د سان جوان دي لا کوسټا په ښار کې لوېدلې او پکې سپاره ۵ کسان وژل شوي دي.

 په اعلاميې کې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د څېړنو خبر يې ورکړی دی.