د چیني بانک يوه فرعي څانګه د جولای په ۳۱مې نېټې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې پرانېستل شوه.
چيني بانک په ۲۰۱۷م کال کې هم د پاکستان په کراچۍ کې يوه فرعي څانګه پرانېستلې وه.
د پاکستان ماليې وزير اسحاق ډار د چيني بانک د يادې څانګې پرانيستو مراسمو ته وینا کړې او دغه بانک يې د پاکستان او چين د دوه اړخيزو سوداګریزو تجارتي همکاریو د پراخولو لپاره ډېر مهم بللی دی.
نوموړي ويلي، چې پاکستان به په ټينګ هوډ او غښتلو تدبيرونو له چين سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د هر فصل ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به ورسره نوره هم ټينګې او ژورې کړي.
چيني بانک د نړۍ په ۶۳ هېوادونو او سيمو کې فرعي څانګې لري.