د امريکا عدليې وزارت ځانګړي څارنوال په يوې پلټنې کې د دغه هېواد مخکينی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰م کال د ټولټاکنو د پايلو د بدلولو په هڅه تورن کړی دی.
نوموړي دغه پلټنيزه پایله د اګست په لومړۍ نېټې له رسنيو سره شريکه کړې ده.
دا له ۲۰۲۱م کال راهيسې درېيم ځل دی، چې ډونالډ ټرمپ له جنايي تورونو سره مخامخ کيږي.