د چين او اروپا اورګاډي (شيا من) تر اوسه له ۱۰۰ زرو څخه زيات کنټينرونه ليږدولي
CMG2023/08/02 11:30:03
شريکول:

د چين او اروپا اورګاډي (شيا من) د اګست په ۲مې نېټې د شيا من ښار له های څانګ سټېشن څخه وخوځېده او څلور ورځې وروسته به د شينجيانګ له خورګوس بندر څخه د قزاقستان او ازبکستان او بیا د اروپا په لوري روان شي. دغه اورګاډی ۱۱۰ معیاري کانټينرونه لري.

د چين او اروپا شيا من اورګاډي بازار ګرم ساتلی دی.

 دغه اورګاډي په لومړي ځل د ۲۰۱۵م کال په اګست کې اروپا ته توکي وليږدول او د ۲۰۲۳م کال د اګست تر ۲مې نېټې پورې يې ۱۲۱۳ ځلې تګ راتګ کړی او شاوخوا ۱۰۰ زره او ۹ معیاري کانټينرونه يې انتقال کړي دي، چې د توکو عمومي ارزښت يې ۴ ميليارډو او ۵۰۳ میلیونو ډالرو ته رسيږي.

په دغو توکو کې برېښنايي توکي، ماشينونه، ورځني کارېدونکي شیان او د نوې انرژۍ موټرونه شامل دي.