جاپان ولې د ۲۰۲۳م کال د دفاع په سپين کتاب کې د چين په اړه د ۳۱ پاڼو موضوعات شامل کړي؟
CMG2023/08/02 15:34:30
شريکول:

د جاپان حکومت په دې وروستيو کې د ۲۰۲۳م کال د دفاع سپين کتاب خپور کړی. جاپان په دغه سپين کتاب کې ويلي، چې جاپان د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امنيتي خونديتوب له ډېر پېچلي او سخت چاپېريال سره مخ دی او چين يې بې ساری او تر ټولو لویه ستراتيژيکه ننګونه بللی. په دغه ۵۰۰ پاڼې لرونکي کتاب کې د بېلابېلو هېوادونو د پوځي وضعيت د تحليل موضوعات شامل دي او په دې برخه کې د چين په اړه د محتوياتو ونډه د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زياته ده او ۳۱ پاڼې يې نيولې. ځينو جاپاني رسنيو ويلي، چې دغه سپين کتاب د چين ګواښ په اړه د نظريې د خپرولو لپاره د تېر کال د سپين کتاب په پرتله لا سخته لهجه غوره کړې.

د جاپان د ۲۰۲۳م کال د دفاع سپين کتاب د چين د يادولو په برخه کې بيا د تش په نوم ” چين ګواښ “ نظريه خپره کړې او د نوي امنيتي وضعيت د ارزونې له مخې يې دغه نظريه لا تاکيده کړې ده. په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې جاپان غواړي له ۲۰۲۳م کال نه تر ۲۰۲۷م کال پورې د نژدې ۳۱۴ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په اندازه دفاعي بودیجه تهیه کړي، څو د تش په نوم متقابلې حملې توان لوړ کړي او د هوايي دفاع، فضانوردۍ، انټرنيټ او برقي مقناطيسي څپو په برخو کې مهارتونه بشپړ کړي.

څېړنه ښيي، چې ياده بودیجه له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د جاپان د منځنۍ مودې د دفاعي قوت په پلان کې د ټاکل شوې دفاعي بودیجې له يو نيم چند سره برابر ده. دا څرګندوي، چې جاپان غواړي د ګاونډي سيمو د ګواښونو په اړه د ډنډورې له لارې د دغه هېواد پوځي پراختيا ته معقوله پلمه ورکړي. 

جاپان د ۲۰۲۳م کال د دفاع په سپين کتاب کې ” د جاپان او امريکا ترمنځ د اتحاد “ په اړه کليمې ډېرې کارولې. واشنګټن له يوې مودې راهيسې چين مهم  جيوپوليټيکه ننګونه بللې او له جاپان څخه یې غوښتنه کړې، چې د ستراتيژۍ په برخه کې له امريکې سره یو موټی پاتې شي.  د جاپان حکومت د امريکې له غوښتنې سره خپل اقدامات برابر کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد ټينګښت يې د ملي امنيت د خونديتوب مرکز بللی. دغه راز د جاپان حکومت تېر کال د امنيت ساتنې ۳ سندونه خپاره کړي او د ۲۰۲۳م کال د دفاع سپين کتاب په خپرولو سره يې د امريکا د ختيځې اسيا د امنيتي تګلارې لپاره خدمت کړی. جاپان په دغه سپين کتاب کې د چين پر عادي پوځي ابادۍ او پوځي عملياتو بې بنسټه تورونه لګولي او د تايوان مسئلې په پلمه يې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه غواړي، څو امريکا ته وفاداري وښيي.

سربېره پر دې، د فوميو کيشيدا حکومت غواړي، چې د دفاع د سپين کتاب له لارې د بهرنيو ګواښونو په اړه د ډنډورې له لارې د خلکو پاملرنه بل ځای ته واړوي او د خپل ځان د ملاتړ انډول زيات کړي. د توکو د بيو د لوړېدو ضد ناکامو اقداماتو له امله، د فوميو کيشيدا د حکومت د ملاتړ انډول په دې وروستيو کې ډېر ټيټ شوی دی. سروې ښيي، چې په جاپان کې د فوميو کيشيدا  له حکومت څخه د ملاتړ انډول ۲۸ سلنې ته ښکته شوی، چې دغه رقم د اندېښنې وړ دی. د دې ترڅنګ، د مالياتو د زياتولو له لارې د دفاعي قوت د پياوړتيا لپاره د فوميو کيشيدا د حکومت وړاندې شوی پلان د زياترو خلکو له مخالفت سره مخ دی. څېړنيز راپور ويلي، چې د فوميو کيشيدا حکومت غواړي د دفاع د نوي سپين کتاب له لارې ياد پلان ته معقوله بڼه ورکړي، څو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.

د دفاع د نوي سپين کتاب د خپرولو، د دفاعي بودیجې د زياتولو او د لرې واټن د حملې توان د لوړولو په شمول د جاپان خطرناکو اقداماتو د نړيوالې ټولنې لوړه پاملرنه راخپله کړې.

د جاپان د ميجي پوهنتون څېړونکي  اتسوشي کوکيتسو خبرداری ورکړی، چې جاپان د ميلیتاريزم(پوځي‌پال) بهیر په لوري روان دی او دا به په راتلونکي کې د چين او جاپان ترمنځ پر اړيکو سخته اغېزه لرونکې مسئله وګرځي. د جاپان د حقوقو او سیاسي علومو پوهنتون پروفیسور هيروشي شيراتوري ويلي، چې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د جوړ شوي نړيوال نظام ساتنه او د هېواد د سوله ييز اساسي قانون خونديتوب د جاپان د دايمي پرمختګ بنسټ دی.

جاپان بايد په جدي ډول فکر وکړي چې د چين سمې پېژندنې او د دواړو هېوادونو په مهمو چارو کې څنګه د خپلو ژمنو مراعات وکړي.