د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د جولای په ۳۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د سرپرست وزير امير خان متقي په مشرۍ يوه پلاوي د جولای په ۳۰مې او ۳۱مې نېټې د قطر په پلازمېنې دوحې کې د افغانستان مسئلې په اړه د امريکا له ځانګړي استازي توماس ويسټ سره خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د افغاني چارواکو پر سفرونو د بندیزونو د لغوه کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو په اړه بحثونه کړي دي.
په اعلاميه کې پر افغان چارواکو د امریکا د بندیزونو لیرې کېدل او د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو خوشې کېدل د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد جوړونې لپاره ډېر مهم ياد شوي دي.
(ژباړه: شکريه)