امريکا له تایوان سره د ۳۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړې؛ بېجينګ واشنګټن ته احتجاج کړی
CMG2023/08/02 11:19:10
شريکول:

د امريکا سپينې ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې له تايوان سره به د ۳۴۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهيزاتو مرسته وکړي.

راپورونه وايي، دا د بایډن لومړی ځل دی، چې تایوان سره د پوځي مرستې په پار خپل " ولسمشر حق" کاروي.

د چين د دفاع وزارت وياند تان که فې په يوې خبري غونډې کې له تايوان سره د امريکا د پوځي مرستو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې امريکا د چين له تايوان سيمې سره پوځي مرستې او د چين په کورنيو چارو کې په زور لاسوهنې کوي او ملي حاکميت او ملي ګټو ته يې سخت زيانونه رسوي.

نوموړي د امريکې له يادې کړنې سره سخت مخالفت کړی او له واشنګټنه يې د ځواب غوښتنه کړې ده.

تان که فې ويلي، چې د تايوان مسئله د چين اصلي ګټو پورې تړاو لري او دا د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه بلل کيږي.

نوموړي زياته کړې، چې د امريکا يو لړ سياسي قوتونه په استبداد او د سړې جګړې په ذهنیت د وسلو پلورلو، نظامي مرستو او پوځي روزنې له لارې د تایوان تنګي په اوږدو کې د وضعيت لا پېچلېدو ته دوام ورکوي.

تان که فې پر امريکا غږ کړی، چې له تايوان سره هر ډول نظامي اړیکې پرې کړي او پر ناسمې او خطرناکې لارې ګامونه پورته نه کړي. (ژباړه: شکريه)