د افغانستان په ځينو ولايتونو کې وروستیو بادونو او توپانونو هوا ککړه کړې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د چاپيریال ساتنې ملي اداره وايي، چې په هېواد کې د توپانونو د مخنیوي په پار یې په یو شمېر پلانونو او اقداماتو لاس پورې کړی او ډېر ژر به د يادو طبیعي پېښو اثرات راکم کړي.