چين: امريکا باید د اويغوريانو د اجباري کارونو تشې پلمې پرېږدي
CMG2023/08/03 11:03:31
شريکول:

امريکا په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې دوه چینایي شرکتونه او ځینې فرعي څانګې به یې د تش په نوم ((د اويغوريانو د اجباري کارونو د مخنيوي مسودې)) په لېست کې شاملې کړي.

د چین د سوداګرۍ وزارت وياند د اګست په ۲مې نېټې د امريکې د يادې کړنې په غبرګون کې ويلي، چې په شينجيانګ کې هیڅ "جبري کار" نشته او په وينا يې، امريکا بې بنسټه دروغ جوړوي او په خپلې خوښې پر چینایي شرکتونو بندیزونه لګوي او د "بشري حقونو" په پرده کې یواړخیزې ځورونې کوي.

نوموړي ويلي، چې چين به د چيني شرکتونو د مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او پر امريکا يې غږ کړی، چې خپلو ناسمو کړنو ته د پای ټکی کيږي.