فیچ د امريکا د کریډېټ درجه ټیټه کړه
CMG2023/08/03 11:46:38
شريکول:

فیچ رېټينګ يا د نړیوالې درجه بندۍ ادارې (Fitch Ratings) د اګست په لومړۍ نېټې د امريکا د اسعارو د اوږدمهاله صادرونکي ډیفالټ درجه له AAA څخه AA+ ته ټیټه کړې ده.

فیچ ویلي، د امريکا د پور په اندازې کې څو څو ځلې سیاسي کړکیچونه  رامنځته شوي او کله کله یې په وروستۍ مودې کې ورته د حل لاره پيدا کړې ده، خو دغې چارې د امريکا د مالي مدیریت پر وړتیا د خلکو باور کم کړی دی.

د امريکا ډيموکراتان او جمهوري غوښتونکي يو بل ته د پړې ګوته نيسي.

ډیری ډیموکراتان پر دې باور دي، چې مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکي چارواکي باید د اقتصادي پالیسيو د درجه بندۍ مسئولين وبلل شي، خو جمهوري غوښتونکي بیا ادعا کوي، چې د درجه بندۍ مسئوليت باید د جو بایډن ادارې پر غاړه واچول شي، چې اقتصادي چارې يې په نامناسبه توګه تر سره کړې دي.

(ژباړه: شکريه)