په سوډان کې د چین سفارت د اګست په ۲مې نېټې په سوډان بندري ښار کې د دغه هېواد حکومت ته د لومړۍ جوپې مرستندویه مواد وسپارل.
د چين په دغې مرستې کې د طبي ماشینونو، موادو او درملو په شمول کابو 4.6 ټنه مرستندویه توکي شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو ادارې په همدې ورځ په یو راپور کې ويلي، چې په سوډان کې به د روان ۲۰۲۳م کال له جولای تر سپتمبر پورې شاوخوا ۲۰ میلیونه او ۳ سوه زره کسان د خواړو له بحران سره مخ وي.
دغه شمېر د سوډان د نفوس کابو ۴۲ سلنه نیسي.
(هیله)