په لبنان کې د فلسطیني کډوالو په کمپ کې د شخړې له امله ۱۱ ووژل شول
CMG2023/08/03 11:33:16
شريکول:

د لبنان په جنوب کې د صيدا ښار ته څېرمه د فلسطيني کډوالو په يوه کمپ کې ډله ييزه وسله واله شخړه شوې، چې له امله يې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، چې ياده شخړه د جولای د ۳۰مې نېټې په سهار پېل شوې وه او د اګست تر لومړۍ نېټې پورې يې دوام کړی دی، چې له امله يې ۱۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.

سیمه ایزو رسنیو ويلي، چې د عين هيلوې د فلسطيني کډوالو په کمپ کې د فلسطین د ملي ازادۍ غورځنګ (فتح) غړي او سیالې ډلې يې د جولای د ۳۱مې نېټې په ماښام اوربند ته رسېدلي، خو بله سهار يې بیا تاوتريخوالی کړی دی.

دغې وسله والې شخړې د کډوالو کمپ ته سخت زیان رسولی، کورونه او دوکانونه پکې سوځيدلي او له ۲۰۰۰ ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښودلي دي.