د جي شل(G20) د چاپېریال او اقلیم وزیرانو د ګډې غونډې په اړه د بېجينګ دريځ
CMG2023/08/03 11:50:45
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۲مې نېټې د جي شل(G20) د چاپېريال ساتنې او اقليمي وزيرانو د ګډې غونډې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې جي شل(G20) د نړيوالو اقتصادي همکاريو د اصلي فورم په حیث د نړۍ د دوامدار پرمختګ د هڅولو، د اقتصادي پرمختګ او د چاپېريال ساتنې د همغږۍ او له اقليمي بدلون سره د مقاومت په برخه کې مهم مسئوليتونه لري.

چين له پرمختللو هېوادونو څخه غواړي، چې له اقليمي بدلون سره د مقاومت په برخه کې خپلې وړتياوې وکاروي او خپل مسؤليتونه دې وپېژني، د کاربن دای اکسايد د کمولو هڅې دې لا زیاتې او ژر دې خپلې ژمنې پوره کړي، پرمختيايي هیوادونو ته دې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پيسې او ټیکنالوژي ورکړي او د یو اړخیزو اقداماتو او د اقتصادي اړيکو او ځنځيرونو د پرې کولو مخه دې ونیسي.

نوموړی ویاند ويلي، چې چین د نړيوال اقليمي ادارې د پرمخبيولو په برخه کې فعال رول لوبولی، د کاربن د اخراج اوج د رسېدو او د کاربن خنثی د تطبیق لپاره يې د "1+N" پاليسۍ سيستم جوړ کړی او په نړۍ کې د پاکې برېښنا د توليد تر ټولو ستره شبکه يې جوړه کړې ده. سربيره پر دې، په چين کې د اوبو، بادي او لمريزو برېښناکوټونو عمومي ځواکونه تر نورو هېوادونو زيات دي.

(ژباړه: شکريه)