چین: د امریکې او تایوان ترمنځ نظامي اړیکې باید په هېڅ صورت پیاوړې نه شي
CMG2023/08/03 11:43:32
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اګست په ۲مې نېټې له تایوان سره د امریکې د پوځي مرستې په اړه ویلي، چې امريکا د چين له تايوان سيمې سره پوځي مرستې او د چين په کورنيو چارو کې په زور لاسوهنې کوي او په داسې کړنو د چين ملي حاکميت او ملي ګټو ته سخت زيانونه رسوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د امريکې له يادې کړنې سره سخت مخالفت کړی او له واشنګټنه يې د ځواب غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د تايوان مسئله د چين اصلي ګټو پورې تړاو لري او دا د چين او امريکا په اړيکو کې سره کرښه بلل کيږي.

نوموړي زياته کړې، چینایان د خپل هېواد د حاکمیت او خاورې بشپړتیا د ساتلو لپاره ټينګ هوډ او کافي توان لري.

 (هیله)