د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنۍ نړیوالې لوبې په چنګ‌دو ښار کې روانې دي
CMG2023/08/03 14:50:59
شريکول:

د ارجنټاین د باسکټبال ټیم ‍‍ښځینه لوبډلې د لومړي ځل لپاره په چنګ‌دو ښار کې د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو کې ګډون کړی. د لوبې په پیل کې په لوبغالي کې د "ارجنټاین!  تکړه شه !" څپې راپورته شوې، که څه هم دوی چیني ژبه نه شي ویلی، خو د ټيم مشرې ګنډیلا هنټینډا لاهم د چینایانو مینه والو لېوالتیا احساسوي.

دا یوازې ابتدايي لوبه وه او پکې  چیني ټیم لوبه نه وه کړې، خو په هغه ورځ د لیدونکو شمېر ډېر زیات و. ګنډیلا هنټینډا وویل، ما تمه نه درلوده چې دومره ډېر لیدونکي به راشي او هرکله چې موږ یو ګول ووهو، نو موږ به د ستاینې او خوشالۍ غږونه واورو.

ارجنټاین له چین څخه په یو لرې ځمکه‌نیز واټن کې پروت هېواد دی. د ارجنټاین په پلاوي کې د پوهنتون زده کوونکو۵۴ تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه او دوی چنګ‌دو ښار ته له رسېدو دمخه لږ تر لږه ۳۰ ساعته الوتنه کړې.

تر دغه ستړي او اوږده مزل وروسته، ګنډیلا هنټینډا وموندله چې دوی د ارامه لیلیې، ښکلي لوبغالو، د سیالۍ منظم بهیر او په زړه پورې رضاکارانو لخوا ښه هرکلی شوی دی.  هغې وویل، د روزنې ځایونه او د سیالۍ ډګرونه د نړۍ په لوړه کچه دي، زه احساس کولی شم چې چنګ‌دو د لوبغاړو لپاره کافي چمتووالی نیولی څو ډاډ ترلاسه کړي چې په زړه پورې سیالي تر سره شي، موږ له دې چارو او هڅو څخه ډېر مننه کوو.

د ارجنټاین د باسکټبال لوبغاړې ملاګروس ماسا وویل، د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو کې نه یوازې د مختلفو هېوادونو لوبغاړو یو له بل څخه زده کړې وکړي، بلکې د کولتور په برخه کې يې هم د نظریو تبادله روانه ده او دا یوه ارزښتمنه تجربه ده.

د ارجنټاین د باسکټبال یو نارینه لوبغاړي میګویل لامبیلیسکا او د هغه ټیم ملګري د لومړي ځل لپاره چین ته راغلي او د دې سفر اهداف یې د جایزو تر لاسه کول او د لوی پانډا لیدل دي.

د ارجنټاين د باسکټبال نارینه لوبډلې د اګست په دوهمه نېټه د لېټوانيا لوبډلې ته ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته يې لاره پيدا کړه. میګویل لامبیلیسکا وویل، کله چې موږ د سیالۍ مهال وېش پای ته ورسوو، موږ به ژر تر ژره د لوی پانډا نسل مېنې ته لاړ شو. د دې دلیل لپاره، موږ باید اوس په سیالۍ تمرکز وکړو او د پانډا لیدل د انعام په توګه غوره کړو.

په چین کې د ارجنټاین ډیپلومات جولیان پیریز د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو پرانیستونکو مراسمو تر لیدو وروسته وویل، دا واقعاً په زړه پورې دي. د چنګ‌دو د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنۍ نړیوالې لوبې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دایمي سولې او دوستۍ د تر لاسه کولو لپاره یوه بېلګه جوړه کړې ده. چنګ‌دو ښار او د دې ښار خلکو په ما باندې یو ښکلی او ګرم اغېز کړی دی. هغه وویل، په دې لنډ وخت کې ما د چنګ‌دو ښار بډایه کلتور او ځلاند ژوند احساس کړ.

د چنګ‌دو د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو له پيل راهيسې، د چيني محصلينو پلاوي په پرله پسې توګه د برياليتوب راپورونه وړاندې کړي دي. د چين لوبډلې د اګست په دوهمه نېټه د سرو زرو نهه مډالونه وګټل او د ۳۲ سرو زرو، ۱۲ سپينو زرو او ۱۲ برونزو مډالونو په ګټلو سره يې د سرو زرو د مډالونو په نوملړ کې مخکښ پاتې شول.