د روسيې دفاع وزارت د اګست په دوهمې نېټې ويلي، چې اوکرايني ځواکونو د همدې ورځې په سهار هڅه کوله، چې په سمندر کې بې پيلوټه اوبتل وکاروي او د روسيې پر يوې کښتۍ بريد وکړي، خو روسي ځواکونو پر وخت ياد اوبتل کشف او له منځه يووړ.
روسیې ويلي، چې يادې کښتۍ يې د تور سمندر په جنوب لوېديځ کې د ملکي توکو د حمل و نقل د ساتنې دنده ترسره کوله.
د اوکراین د لوي څارنوال دفتر د اګست په دوهمې نېټې پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې د روسي ځواکونو بې پېلوټه الوتکو د همدې ورځې په سهار وختي د اودیسا ایالت په جنوب کې د دانوبي سیند پر بندرونو او صنعتي تاسیساتو بریدونه کړي او د خواړو د زېرمې تاسیسات يې زيانمن کړي دي.
د اوکراین جنوبي قوماندانۍ ويلي، چې دفاعي ځواکونو يې د روسيې د ۱۱ بې پیلوټه الوتکو بريدونه شنډ کړي دي.
(ژباړه: شکريه)