د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د چين د خدمتونو د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه 8.5 سلنه زياته شوې
CMG2023/08/04 14:13:25
شريکول:

د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د چين د خدمتونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۳۱۳۵ ميليارډو او ۸۴۰ ميليونو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله 8.5 سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د خدمتونو په عمومي اندازې کې د صادراتو ارزښت ۱۳۲۳ ميليارډو او ۲۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا 5.9 سلنه ټيټوالی ښيي او د وارداتو ارزښت يې ۱۸۱۲ ميليارډو او ۶۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا بیا 22.1 سلنه زيات شوی دی. 

د مالوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې، د چين د پوهنې متمرکزو خدمتونو د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۳۶۳ ميليارډو او ۹۲۰ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا 12.3سلنه زياتوالی ښيي او د خدمتونو په صادراتي او وارداتي عمومي اندازې کې يې 43.5 سلنه ځای نيولی دی او په ورته وخت کې، د سيلانيزو خدمتونو د صادراتو او وارداتو اندازه يې ۶۵۰ ميليارډو او ۹۴۰ میليونو یوانو ته رسېدلې، چې دغې برخې يې تر ټولو چټک لوړوالی موندلی دی.