د سینیګال بهرنیو چارو وزیرې ایساتا په پلازمینې ډاکار کې يوې خبري ناستې ته ويلي، که د لوېديځې افریقا اقتصادي ټولنه د نایجر پر وړاندې پوځي مداخله وکړي، نو سینیګال به هم پکې برخه واخلي.
ایساتا ويلي، چې سینیګال د يادې ټولنې غړی دی او ژمنه يې کړې، چې د ټولنې له هرې پرېکړې به ملاتړ کوي.
ایساتا زياته کړې: " اوس د دې وخت را رسېدلی، چې په لوېدیځو افریقایي هیوادونو کې د تاوتريخوالي له لارې د واک غصب پای ته ورسوو." (ژباړه: شکريه)