د سعودي عربستان انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې هېواد يې په خپلې خوښې له جولای څخه د سپتمبر تر پايه پورې د يو میليون بېلرو په اندازې د نفتو په ورځني توليد کې کموالی راولي او ښايي نور يې هم کم کړي.
که سعودي عربستان په يادې مودې کې د نفتو د کمښت تدبیرونه پلي کړي، نو په سپتمبر کې به يې د نفتو ورځنی تولید شاوخوا ۹ ميليونه بېلره وي.