د ايټاليا نظریې ته د چين غبرګون
CMG2023/08/04 11:47:12
شريکول:

ايټاليا پر دې غور نیسي، چې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ همکاريز سند وخت نور ونه غځوي او هيله يې ښودلې، چې په دې سره به له چين سره اړيکې اغېزمنې نه شي او خپلمنځي همکارۍ به یې ورسره دوام ولري. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه ويلي، چې د چين او ايټاليې تر منځ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ همکاريز سند د خپلمنځي همکاريو لېوالتيا او پټ مهارتونه زيات کړي دي او په وينا يې، په تېرو ۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د معاملو عمومي اندازه ۴۲ سلنه لوړه شوې، چې پروسږ کال یې دغه رقم نژدې ٨٠ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې يو شمېر ځواکونو د چين او ايټاليا ترمنځ د کلتوري تبادلې او د سوداګريزو همکاريو ته سياسي رنګ ورکړی او په دغو همکاريو کې يې سخته لاسوهنه کړې، چې دغسې کړنې به يې نه يوازې د نورو، بلکې خپلو ګټو ته هم زيانونه ورسوي.

(ژباړه: شکريه)