ټرمپ د ۲۰۲۰م کال د ولسمشریزو ټاکنو د پايلو د بدلولو پر هڅو اعتراف وکړ
CMG2023/08/04 10:26:54
شريکول:

د امريکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۳مې نېټې د واشنګټن فدرالي محکمې ته حاضر شوی او د ۲۰۲۰م کال د ولسمشریزو ټاکنو د پايلو د بدلولو پر هڅو يې اعتراف کړی دی.

امريکايي رسنيو خبر ورکړی، چې د امريکا يوې لويې فدرالي محکمې د اګست په لومړۍ نېټې د ۲۰۲۰م کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلولو په تور پر ټرمپ څلور جنايي تورونه ثبت کړي وو.

پر ټرمپ يادو څلورو تورونو کې له امریکا سره د خیانت، د رسمي پروسې د خنډ، د رسمي پروسې د ځنډ او خنډ هڅه او د نورو کسانو له حقونو د سرغړونې دوسیې شاملې دي.

ټرمپ د روانې میاشتې په ۳مې نېټې څارنوالۍ ته د ځواب ویلو پر مهال په يادو ۴ تورونو اعتراف کړی دی.