د چين بېلا بېلې ادارې په سيلاب ځپلو سيمو کې د خلکو په ژغورنې بوختې دي
CMG2023/08/04 10:57:22
شريکول:

سختو بارانونو او سیلابونو په دې وروستیو کې د چين د هه بې ولايت ځيني ښارونه او د بېجينګ جنوب لوېديځې سیمې سختې ځپلې دي.

د چين د ژغورنې بېلا بېلې ادارې او ټولنې د خلکو ژوند او مال ته لومړيتوب ورکوي او تر وسې پورې هڅې کوي، چې ورک او ستونزو کې بند پاتې کسان وژغوري او خوندي ځایونو ته يې ولېږدوي.
د چین اړوندو وزارتونو چټک تدبيرونه نيولي او د ټرانسپورټ، انرژۍ او مخابراتو ادارې يې په سیلاب ځپلو سیمو کې د لارو، مخابراتي ستنو او برېښنايي زيانمنو تاسیساتو په بيارغونې بوختې دي.

د چين د سيلاب او وچکالۍ د مخنيوي لوی دفتر او بېړنيو پېښو ته د رسيده ګۍ ادارې په ګډې همغږۍ يو شمېر کاري ګروپونه سيلاب ځپلو سیمو ته لېږلي او د سيلابونو او ناورينو د مخنيوي لپاره يې اړوندې مرستې او لارښوونې برابرې کړې دي.

 د چين ماليې وزارت او بېړنيو پېښو ته د رسيده ګۍ ادارې سيلاب ځپلو سیمو ته د ۱۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت مرستندويه پانګه لېږدولې او د يادو ځپلو سیمو د سيلابونو او ناورينو د مخنيوي له کارونو يې ټينګ ملاتړ کړی دی.