د بريتانيا مرکزي بانک د سود کچه پنځه اعشاريه ۲۵ سلنې ته لوړه کړې
CMG2023/08/04 11:01:57
شريکول:

د بريتانيا مرکزي بانک(انګلېنډ بانک) د اګست په ۳مې نېټې اعلان کړی، چې د سود کچه به له ۵ سلنې څخه ۵ اعشاريه ۲۵ سلنې ته لوړه کړي.

دا د ۲۰۲۱م کال له ډسمبر راهيسې د بریتانيا د مرکزي بانک ۱۴م ځل دی، چې سود لوړوي.

ياد بانک په همدې ورځ ويلي، که څه هم په تېر جون کې د بریتانيا سي پي ایي (CPI) له پخوانۍ وړاندوينې ټيټه وه، خو د کارکوونکو د معاش لوړوالي څخه يې دا په ډاګه شوې، چې په دغه هېواد کې د پیسو فشار ځيني خطرونه رامنځته کړي دي.

د بريتانيا مرکزي بانک وړاندوينه کړې، چې د ۲۰۲۵م کال تر دوهمې ربعې پورې به یې سي پي ایي (CPI) ۲ سلنې ته راټيټ شي.