پوتین: روسیه د تور سمندر له لارې د کرنیزو محصولاتو په صادراتي تړون کې د بیا ګډون لپاره چمتوالی نیسي
CMG2023/08/04 10:58:13
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۲مې نېټې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په ټيلېفوني خبرو کې ويلي، چې هېواد يې چمتو دی، د تور سمندر د بندر له لارې د کرنيزو محصولاتو د صادراتو په تړون کې بیا ګډون وکړي، خو په وينا يې، لوېديځ هېوادونه باید تر دې مخکې خپلې ژمنې پوره کړي.

د روسیې د ولسمشرۍ وېبپاڼې خبر ورکړی، چې پوتین له ترکي سیال سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له یاد تړون څخه د روسیې د وتلو لاملونه بیا تکرار کړي او ويلي يې دي، چې روسیه د وړیا اکمالاتو د لایحې په ګډون د خوراکي توکو د برابرولو په ډاډمن پلان کار کوي او په دې برخه کې یې له ترکیې او نورو هېوادونو سره د همکارۍ لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.