امريکا ته د تايوان د تش په نوم مرستيال ولسمشر ترانزيټي سفر او د چين غبرګون
CMG2023/08/04 12:34:47
شريکول:

راپورونه وايي، چې د تايوان سيمې تش په نوم مرستيال ولسمشر لای چينګ ده به د اګست په ۱۲مې نېټې پاراګوای  ته ولاړ شي او هلته به د دغه هېواد د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. هغه به د امريکا له نيويارک او سن فرانسيسکو ښار څخه تېر شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۳مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د امريکا او تايوان ترمنځ له هر ډول رسمي تګ راتګ او له امريکا سره د تايوان د بېلتون غوښتونکو هر ډول تماس سره ټينګ مخالفت کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د امريکا حکومت بايد د يوه چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا ترمنځ درې ګډې اعلاميې مراعات کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو هغه ژمنې باید پوره کړي، چې امريکا به د تايوان بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ او د لاي چينګ ده له ترانزيټ سره مرسته نه کوي.