د لوېديځې افريقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې پلاوی له نایجر څخه ووت
CMG2023/08/05 15:18:25
شريکول:

د لوېديځې افريقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې پلاوي یو غړي پر ځايي وخت د اګست په ۴مه وویل، چې دغه پلاوی له نايجر څخه وتلی دی. دغه پلاوي د نایجر د کودتا کوونکي پوځ له مشرانو یا د نایجر د توقیف شوي ولسمشر محمد بازوم سره ونه لیدل.

یاد پلاوی د روانې میاشتې په ۳مه د نایجیریا له پلازمینې ابوجا څخه نایجر ته روان شو او په نایجر کې د اوسني وضعیت په اړه د منځګړیتوب پلان  درلود. له دې مخکې د لوېديځې افريقا د هېوادونو اقتصادي ټولنې د نایجر له کودتا کوونکو پوځیانو څخه  غوښتي وو، چې په یوه اوونۍ کې د نایجر ولسمشر بازوم خوشې کړي او د نوموړي د ولسمشرۍ واک بیا  پرېږدي او د کودتا پر برخوالو سرتېرو بندیزونه ولګوي.

د نایجر کودتا کوونکي پوځ د روانې میاشتې په ۲مه وویل، چې د لوېديځې افريقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې لخوا بندیزونه به ونه مني.