د کانګو (کنشاسا ) د دیموکراسۍ او ټولنیز پرمختګ د اتحاد په بلنه د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نړیوالو اړیکو د څانګې مرستیال جو ژوی د يوه پلاوي په مشرۍ د اګست له ۲مې څخه تر ۴مې پورې له کانګو (کنشاسا ) څخه لیدنه وکړه او د دغه هېواد د مشرانو جرګې له مشر مودستي بهاتي، د پارلمان له مشر کریسټوف مبوسو او صدراعظم ساما لوکونډ سره وکتل او د کانګو (کنشاسا ) د دیموکراسۍ او ټولنیز پرمختګ د اتحاد له عمومي منشي کابویا سره یې خبرې اترې وکړې او په دې کتنو کې یې د چین د کمونېست ګوند د ۲۰م ملي کانګرېس روحیه معرفي او د دوه اړخیزو اړیکو د ژورتيا په اړه يې د نظریو تبادله وکړه.
د کانګو (کنشاسا ) په اند، چیني شکله عصري کېدلو د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او کانګو (کنشاسا ) غواړي له چین سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.