د کولمبیا د حکومت او د حکومت ضد وسله والې ډلې ترمنځ د اوربند تړون نافذ شو
CMG2023/08/05 15:06:30
شريکول:

 د کولمبیا سوله ییز بهیر د اګست په ۳مه مهم پرمختګ تر لاسه کړ. د دغه هېواد د حکومت او د حکومت ضد وسله والې ډلې"د کولمبیا د ملي ازادۍ پوځ" ترمنځ د ۶ میاشتني اوربند تړون په همدې ورځ نافذ شو. د تړون له مخې، د ۲۰۲۳م کال د اګست له ۳مې څخه د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ تر ۲۹مې پورې به دواړه خواوې د وسله والو بریدونو او استخباراتي معلوماتو د راټولولو په څېر فعالیتونه وځنډوي.

له نیمې پیړۍ راهیسې، "د کولمبیا ملي ازادۍ پوځ" له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې دی. د روان کال له مې څخه تر جون پورې، دواړو خواوو د سوله ییزو خبرو اترو درېيم پړاو ترسره کړ او د موقتي اوربند هوکړې ته ورسېدل او د ۲۰۲۵م کال تر مې مياشتې پورې يې د جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړه.