د چين او لاوس ترمنځ د رېل پټلۍ انتقال ښه روان دی
CMG2023/08/05 14:59:28
شريکول:

د اګست تر ۳مې پورې ۲۰ مياشتې کېږي، چې د چين او لاوس ترمنځ رېل پټلۍ پرانيستل شوه. دغه پټلۍ په  ډاډمنه او ثابته توګه روانه ده او په عمومي توګه ۱۹ ميليونه مسافرين او ۲۳ ميليونه ټنه مالونه يې انتقال کړي دي.

د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې، دغه پټلۍ ۱۰ ميليونه او ۱۷۰ زره مسافرین انتقال کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ ميليونه او ۴۰۰ زره زیات شوي، چې  ۱۱۳،۴ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين او لاوس ترمنځ رېل پټلۍ د دغې پټلۍ په اوږدو کې د پرتو سيمو د صنایعو په پرمختګ کې مرسته کړې او ډېرو زياتو صادراتي او وارداتي تصديو ترې ګټې او فرصتونه تر لاسه کړي. د روان کال له پيل راهيسې  یادې  پټلۍ ۱۱ ميليونه او ۱۰۰ زره ټنه مالونه انتقال کړی، چې ۹۴،۷ سلنه زیاتوالی ښيي.