د نايجريا په پلازمېنې ابوجا کې د ګواګوالادا طبيعي ګازو د برېښناکوټ د لومړي پروګرام جوړونه د اګست په ۴مه نېټه پيل شوه، کوم چې د چين د ماشین انجينرين تصدۍ لخوا به جوړ شي. د نايجريا ولسمشر بولا تينوبو، په نايجريا کې د چین سفير څوی جيان چون او د نايجريا يو شمېر لوړو پوړو چارواکو او د چیني تصديو استازو په یادو مراسمو کې ګډون کړی ؤ.
تینوبو يادو مراسمو ته په وینا کې وويل، چې ګواګوالادا برېښناکوټ د پلازمېنې حتی ټولې نايجريا لپاره ډېر مهم اهميت لري او د دې هېواد د انرژۍ صنعت د ابادۍ په لاره کې يو مهم ګام دی. د برېښنا ثابته عرضه به د دې هېواد د صنعتي کېدو پروسه چټکه کړي، زرګونه کاري فرصتونه به برابر او د بېوزلۍ د له منځه وړنې د موخې له پوره کولو سره به مرسته وکړي.
څوی جيان چون له سينهوا اژانس سره په مرکه کې وویل، چې د پروګرام له جوړېدو وروسته به د نايجريا د پلازمېنې او شاوخوا سيمو لپاره برېښنا برابره شي. چین به له نايجريا سره ګډه هڅه وکړي، څو په افريقا کې د انرژۍ او صنعت د همکاريو ښه نمونه جوړه کړي.