د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د چين سمندري اقتصاد مخ په ښه کېدو روان دی
CMG2023/08/05 14:44:45
شريکول:

د چين د طبيعي منابعو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د دغه هېواد د سمندري اقتصاد مخ په ښه کېدو روان دی. په دې موده کې د سمندر عمومي توليدي ارزښت ۴۷۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زياتوالی ښيي او د روان کال د لومړۍ ربع په پرتله صفر اعشاريه ۹ سلنه زيات شوی.

د روان کال په لومړۍ نيمايي‌ کې د چين د سمندري توليداتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. د چين د سمندري خامو نفتو توليدي اندازه ۵ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی او د سمندري طبيعي ګازو توليدي اندازه ۷ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي. د سمندري ټرانسپورټ له لارې د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه ۱ سلنه زیاته شوې ده.