د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره د چين هڅې
CMG2023/08/05 14:27:01
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې راغلي، چې " د لوړ کيفيت پرمختګ د سوسياليزم د عصري هېواد د هراړخيزې ابادۍ لومړۍ دنده ده. " له سږکال راهيسې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د نوموړې لومړۍ دندې په پار د دغه هېواد له زياتو  ولایتونو او سیمو څخه ليدنې کړي، مهمې نظريې يې وړاندې کړي او د چارو مهم ترتيبات  یې نیولي دي.

د روان کال د چين د دوو ملي مجلسونو په ترڅ کې شي جين پينګ د جيانګ سو ولايت پلاوي په ناسته کې د ګډون پر مهال د لوړ کيفيت د پرمختګ مهم ارزښت  تایید کړ او په خپله وينا کې يې د لوړ کيفيت د پرمختګ د موندلو اړينه لار، ستراتيژيک بنسټ، ضروري غوښتنه او اصلي موخه روښانه کړه.

د ټېکنالوژۍ په برخه کې د لوړې کچې خپلواکي او پياوړتيا د لوړ کيفيت پرمختګ د موندلو اړينه لار ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د سږکال په فبرورۍ کې د بنسټيزو علمي څېړنو د پياوړتيا په اړه د ډله ييزو زده کړو درېيمه ناسته تر سره کړه. شي جين پينګ د دغې ناستې مشري وکړه او و يې ويل، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ چارې د لوړې ودانۍ په شان د ټينګ بنسټ په اتکا لوړوالی موندلی شي. دغه راز چين بايد د ساينس او ټېکنالوژۍ د خپلواکۍ او پرمختګ ريښه لا ټينګه کړي او د بنسټيزو څېړنو د پياوړتيا له لارې دې لوړ پرمختګ وهڅوي. شي جين پينګ د سږکال په مې کې د هه بۍ ولايت په شه جيا جوانګ ښار کې د چين د الکترونيکې ټېکنالوژۍ صنعت د بنسټيزو څېړنو له انسټېټيوټ څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، د ساينس او ټېکنالوژۍ د خپلواکۍ او پياوړتيا لپاره دې نورې زياتې مهمې او لويې پروژې تر سره کړي. نوموړي په جولای کې له جيانګ سو ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ عصري کېدل د چيني شکله عصري کېدو کلي ده او ځوان څېړوونکي يې وهڅول، چې د لوړې او دقيقې کچې ټېکنالوژيو په اړه د سختو ستونزو د حلولو لپاره کوښښونه وکړي.

د نوی پرمختيايي جوړښت ابادي د لوړ کيفيت د پرمختګ ستراتيژيک بنسټ دی. د سږکال په جنورۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډله ييزو زده کړو دوهمه ناسته تر سره کړه او د نوي پرمختيايي جوړښت د ابادۍ چټکتيا يې د دغې ناستې اصلي موضوع وټاکه. شي جين پينګ په دغه ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين يوازې د نوي پرمختيايي جوړښت د ابادۍ د چټکوالي له لارې د اقتصادي پرمختګ بنسټ لا ټينګولی او د پرمختګ خونديتوب او ثبات ساتلی شي.

د کرهنيزو چارو عصري کېدل د لوړ کيفيت د پرمختګ ضروري غوښتنه ده. شي جين پينګ د سږکال په اپرېل کې د ګوانګ دونګ ولايت د ګاو جو ښار له بو جياو کلي څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير د پرمختګ لپاره بايد په هره برخه کې د کليوالو سيمو او چارو سسمورتيا وهڅول شي. نوموړي په جون کې د داخلي مغولستان له باياناور څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د عصري کرهنيزو چارو نمونوي سيمې بايد د عصري کرهنيزو چارو په خپرولو کې اغېزمن رول ولوبوي او کاپي کېدوونکې او مروج کېدوونکې تجربې دې تر لاسه کړي.

د خلکو نېکمرغي او هوساينه د لوړ کيفيت د پرمختګ اصلي موخه ده. د شي جين پينګ په  مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې خلکو ته د مرکزيتوب د ورکولو پر پرمختيايي مفکورې ټينګار کړی، د خلکو ګډه شتمني يې پياوړې کړې، خلکو ته يې لا زياتې ګټې رسولي او هڅه يې کړې، چې د عصري کېدو پايلې په برابره توګه ټولو خلکو ته ګټې ورسوي.