د چین په شمال کې ډیری سرتیري د سیلابونو د مخنیوي لپاره بوخت دي
CMG2023/08/06 10:47:31
شريکول:

په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو له امله د چین د هې لونګ جيانګ او جي لين ولایتونو په ځينو سيندونو کې د سختو سيلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی. د چین په شمال کې د ګډو عملیاتو قوماندې مرکز په لومړي وخت کې ډېر ځواکونه تنظیم کړل ترڅو د سیلابونو د مخنیوي او له ناورین سره په مبارزه کې ګډون وکړي. 

تر اوسه پورې، ۲۰۵۰ افسرانو او سرتیريو او ۵۴۰۰ ملېشو له ۳۰۰۰ څخه ډېر خلک ژغورلي،  ۳۵ کیلومتره سړکونه یې پاک کړي، ۱۶۰۰ متره بندونه يې قوي کړي او ۱۲  پایپونه يې بند کړي دي.

د قوماندې مرکز قوماندان شو چنګ فنګ وویل، موږ به د سیلابونو بدلونونو ته ډېره پاملرنه وکړو، د خطر وړاندوینه به پیاوړې کړو، مختلف چمتووالي به ونیسو او د خلکو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره به پوره هڅه وکړو.