د ګرجستان صدراعظم ايراکلي ګاريباشويلي له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه
CMG2023/08/06 14:56:57
شريکول:

د ګرجستان صدراعظم ايراکلي ګاريباشويلي څو ورځې مخکې د محصلينو د ۳۱مې دورې دوبنيو نړيوالو لوبو د پيل په مراسمو کې د ګډون او له چين څخه د ليدنې لپاره جونګ دو ښار ته لاړ او د دغه سفر پر مهال يې له چين ميډيا ګروپ سره مرکه وکړه. ګاريباشويلي دغه سفر تاريخي ارزښت لرونکی بللی او ويلي يې دي، چې دغه سفر ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

ګاريباشويلي په دغه مرکه کې د چنګ دو د محصلينو د ۳۱مې دورې دوبنيو نړيوالو لوبو د پرانيستونکو مراسمو ستاينه وکړه او د دغو مراسمو د برياليتوب په مناسب يې د چين حکومت او خلکو ته مبارکي وړاندې کړه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۸مې نېټې په چنګ دو ښار کې له ګاريباشويلي سره په کتنه کې وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به د ستراتيژيکې ملګرتيا اړيکو ته لوړې شي او د دې پربنسټ به لا ټينګې شي.

ګاريباشويلي له چين ميډيا ګروپ سره په مرکه کې ويلي، هغه لا لوړې کچې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د رسولو په اړه ډېر خوشحال دی. د ده په نظر، دغه پرېکړه تاريخي ارزښت لري او دواړه هېوادونه به ترې ګټې واخلي.

ګاريباشويلي ويلي، چې ګرجستان د يو کمربند او يوې لارې، نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن په اړه د رئيس شي جين پينګ د نړيوالو وړانديزونو ملاتړ کوي او په دغو وړانديزونو کې يې فعال ګډون کړی. د رئيس شي دغه وړانډيزونه د نړيوالې سولې، پرمختګ، عصري کېدو او سمسورتيا لپاره ګټور دي. ګاريباشويلي باور ښودلی، چې زياتېدونکي هېوادونه به د دغو وړانديزونو له خوا وهڅول شي او په دغه وړانديزونو کې به ګډون وکړي. نوموړي زياته کړې، ګرجستان د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له لومړنيو برخوالو هېوادونو څخه دی، په ۲۰۱۵م کال کې يې دغه وړانديز ته ځواب ورکړی او ملاتړ يې ښودلی دی او د تفليس د ورېښمو لارې نړيوال فورم يې جوړ کړی دی.

ګاريباشويلي ويلي، چې ګرجستان ځانګړی جغرافيايي او جيوپوليتيک مقام لري او په يوه مستقيم او لنډ مسير يې ختيځې او لويديځې سيمې سره نښولي. له چين څخه د ګرجستان له لارې اروپا ته د مالونو ټراسپورټ يوازې ۱۵ ورځو ته اړتيا لري او د سمندري ټرانسپورټ په شمول د نورو انتقالي لارو په پرتله ډېر وخت سپمولی شي. دغه راز د قزاقستان، اذربايجان، ګرجستان او ترکيې له خوا د جوړ شوي"منځني دهليز" پرمختګ ښه راتلونکی لري. په ګرجستان کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ ډېرې لويې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي. ګرجستان پلان لري، چې د نړيوالې کچې يو هوايي ميدان جوړ کړي او د چين په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو او هوايي شرکتونو لپاره د مالونو د ټرانسپورټ په شمول مختلف خدمتونه برابر کړي. ګاريباشويلي د دغه هوايي ميدان جوړونه د يو کمربنداو يوې لارې وړانډيز يوه برخه بللې.

جرګستان په اسيايي او اروپايي سيمه کې لومړی هېواد دی چې له چين سره يې د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازادۍ سوداګرۍ تړون په ۲۰۱۸م کال کې نافذ شوی. له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه په څه باندې ۴۰۰ چندو زياته شوې ده. ګاريباشويلي په دې اړه ويلي، چې چين ژر د ګرجستان درېيم تجارتي ملګری ګرځېدلی دی. هغه باور ښودلی، چې که دواړه هېوادونه په پر له پسې توګه يو بل ته نور زيات باکيفيته توليدات صادر کړي، چين به ژر د جرستان لومړی تجارتي ملګری وګرځي.

ګاريباشويلي د چين د عصري کېدو د چټک بهير ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې د چين تجربې د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.