سختو بارانونو د هه بې ولايت څه باندې ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان سخت ځپلي دي
CMG2023/08/06 11:13:38
شريکول:

د چين د هه بې ولايت د سيلاب او وچکالۍ د مخنيوي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، سختو بارانونو او سيلابونو د هه بې ولايت د ۹۸ ولسواليو ۸۸۳ علاقه دارۍ او کلي سخت ځپلي دي، د سيلاب ځپلو خلکو شمېر ۲ ميليونو، ۲۲۲ زرو او ۹۰۰ ته رسېدلی.

د اګست د ۴مې نېټې د سهار تر ۸ بجو پورې، هه بې ولایت په عمومي توګه ۳۳۸۵ کاري ګروپونه او د ۱۵۰ میليونو يوانو په ارزښت مرستندويه توکي سيلاب ځپلو سيمو ته لېږلي او ۱ میليون، ۵۴۰ زره او ۲۰۰ تنه ځپلي کسان يې خوندي ځایونو ته لېږدولي.

د هه بې ولایت جوه جو ښار د سيلاب له امله ډېر ځپل شوی. تر اوسه پورې په عمومي توګه څه باندې د ۳۰۰ مسلکي مرستندويه ډلو ۶۹۱۳ کسان د ژغورنې لپاره ياد ښار ته تللي دي.