د چين د بهرنيو چارو وزارت د کلمبيا د حکومت او د حکومت ضد وسله والې ډلې ترمنځ د لنډمهالي اوربند د نافذو په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ
CMG2023/08/06 10:13:12
شريکول:

د کلمبيا حکومت او د حکومت ضد وسله والې ډلې"د کولمبیا د ملي ازادۍ پوځ" په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې به د دواړو خواوو ترمنځ د ۱۸۰ ورځني اوربند تړون نافذ شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۶مه د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې هراړخيزه سوله د کلمبيا د خلکو ګډه هيله ده او هم د لاتينې امريکې د ثبات او پرمختګ لپاره ګټوره او د نړيوالې ټولنې د ملاتړ وړ ده. چين د کلمبيا د سولې بهير ټينګ ملاتړ او د اړوندو خواوو د هڅو ستاينه کوي. چين هيله لري، چې اړوندې خواوې د ګډو توافقاتو د راغونډولو هڅو ته دوام ورکړي او د کلمبيا د دايمي سولې، ثبات او دواملرونکي پرمختګ په پوره کولو کې مثبت رول ولوبوي.