د چین د مرکزي پوځي سيمې ۱۰ زره عسکر لا هم د سيلاب ځپلو په ژغورلو چارو بوخت دي
CMG2023/08/06 11:16:17
شريکول:

د ډوکسوري (Doksuri) په نوم د توفان تر اغېزې لاندې د چين په شمالي او منځنيو سيمو کې سخت بارانونه او سيلابونه رامنځته شوي.

سختو بارانونو او سيلابونو د چين د پلازمېنې بېچينګ ښار او څنګلوري هه بې ولایت په ګډون د يو شمېر نورو سيمو خلکو ته د سر او مال زيانونه رسولي دي. تر اوسه پورې د چين د مرکزي پوځي سيمې ۱۰ زره عسکر لا هم د سيلاب ځپلو د ژغورلو په چارو بوخت دي.

د چين د مرکزي پوځي سیمې د ګډې قوماندانۍ د خبر له مخې، د اګست د ۵مې نېټې د مازديګار تر ۵ بجو پورې، په سیلاب کې د بند شوي ۳ اورګاډيو مسافرين خوندي ځايونو ته يې لېږدولي، د سلګونو کليو مخابرات او زیانمن ۱۰۹ سړکونه يې بېرته رغولي، ۱۲ زره او ۸۰۰ کسان يې خوندي ځايونو ته لېږدولي او ۵۱۴،۹ ټنه ضروري او طبي مواد يې ځپل شويو سيمو ته رسولي دي.

(فرشته)