د چنګ دو د سپورټي صنعت عمومي پيمانه له ۱۰۰ مليارډو څخه زياته شوې
CMG2023/08/06 10:25:10
شريکول:

 په چنګ دو کې د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو يوې مطبوعاتي غونډې د اګست په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې په ۲۰۲۲م کال کې د چنګ دو ښار د سپورټي صنعت پيمانه له ۱۰۰ مليارډو يوانو څخه زياته شوې او د سپورت مصرف په پرله پسې توګه لوړ شوی دی.

د چنګ دو ښار د سپورټ ادارې مرستيال چن جه په دغه مطبوعاتي غونډه کې وویل، په ۲۰۲۰م کال کې په چین کې د سپورټي مصرف لپاره د ازمايښتي ښار په توګه له ټاکل کېدو راهيسې، چنګ دو د سپورټي بازار د پرمختګ د ملاتړ لپاره په ځانګړې توګه څه د پاسه ۷۰  ميليونه يوانه پانګونه کړې ده.

په عين وخت کې، چنګ دو د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو لپاره د چمتووالي له فرصت څخه په ګټې اخيستنې او په فعاله توګه يې د سپورټي مصرف د دوامداره او ثابتې ودې لپاره يو لړ موضوعي سپورتي مصرفي فعاليتونه تر سره کړي دي. په ۲۰۲۲م کال کې په چنګ دو ښار کې د سپورټي مصرف ټوله اندازه ۵۷،۸۶ مليارډه يوانه ده او د اوسېدونکو د هر سر منځني سپورټي مصرف ۲۷۲۰،۶ يوانو ته رسېدلی دی.