د چين د بهرنيو چارو وزارت په بلنه په دغه هېواد کې د دومينيکا، ميانمار او ايران په شمول د ۲۵ هېوادونو ډيپلوماټانو د جولای له ۳۱مې نېټې څخه د اګست تر ۴مې نېټې پورې د شينجيانګ له اورومچي ښار، کاشغر سیمې او اقسو سیمې څخه ليدنه وکړه او د بېلا بېلو قومونو له ځايي اوسېدونکو سره يې د نظریو ژورې تبادلې وکړې چې په واقعي توګه يې د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ احساس کړی.
د دغو ډيپلوماټانو په اند، د شينجيانګ ټولنه همغږې او باثباته ده ، اقتصادي پرمختګ چټک او کلتور رنګارنګ دی، د شينجيانګ خلک له هوسا ژوند څخه برخمن دي. د ځینو لوېديځو رسنیو له خوا جوړ شوي د شينجیانګ په اړه دروغ له واقعي حالاتو سره سمون نه خوري.
په چين کې د پاکستان وزيرمختار اعزاز احمد وويل، د چين حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ستر کوښښونه کړي او ځايي اوسېدونکو ته يې د ژوند خوندي چاپيريال برابر کړی څو خلک په امن چاپيریال کې ژوند او کار وکړي.
له څه مودې راهیسې، ځینو لوېدیځو رسنیو د شینجیانګ د بدنامولو لپاره دروغ جوړ کړي او د تش په نوم د ملي لږکیو د بشري حقونو مسئله کاروي.
د دغه سفر پلاوي مشر او په چين کې د دومينيکا سفير مارتين چارلس وويل، په شينجيانګ کې مو له خلکو سره په ارامۍ خبرې وکړې او ويې ليدل چې هغوی ښه او هوسا ژوند کوي، موږ د تش په نوم اجباري کارونو وضعيت نه دي ليدلي او دلته د بشري حقونو کومه سرغړونه نه ده موندل شوې.