د چین د شان شي ولايت او اروپا ترمنځ اورګاډيو ۷۰۰ ځله تګ راتګ کړی دی
CMG2023/08/06 15:28:22
شريکول:

د اګست په ۵مه نېټه د چين له شان شي ولايت څخه د X9235 اورګاډي په حرکت کولو سره، د چين د شان شي ولايت او اروپا ترمنځ اورګاډيو ۷۰۰ ځله تګ راتګ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، X9235 اورګاډي ۷۷ کنټينرونه رسولي او د موادو عمومي اندازه يې ۱۸۱۴ ټنو ته رسېدلې ده. دغه اورګاډی به له شان شي ولايت څخه د خورګوس بندر له لارې  ۱۲ ورځې وروسته قزاقستان او نورو هېوادونو ته ورسېږي.

د چين د شان شي ولايت او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ له پيل وروسته، له تېرو شپږو کلونو راهيسې د چين د شان شي ولايت او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو ۱۰ ټرانسپورټي مسيرونه پرانيستل شوي، چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۱۳ هېوادونو او سیمو شاوخوا ۴۰ ښارونو ته رسېدلی شي.