د چين د شان دونګ ولايت د ده جو ښار په پينګ يوان ولسوالۍ کې ۵.۵ درجه زلزله وشوه
CMG2023/08/06 14:43:30
شريکول:

د چین د زلزلې سنجۍ د دولتي مرکز د معلوماتو له مخې، د اګست د ۶مې نېټې په ۲ بجو ۳۳ دقيقو د دغه هېواد د شان دونګ ولايت د ده جو ښار په پينګ يوان ولسوالۍ کې د ريکټر په کچې ۵.۵ درجې زلزله وشوه، د زلزلې د مرکز ژوروالی تر ځمکې لاندې ۱۰ کيلومتره ښودل شوی دی.

د اګست د ۶مې نېټې تر ۷ بجو پورې، د دې سیمې ۱۲۶ ودانۍ نړېدلې او ۲۱ تنه ټپيان شوي دي. اوس په دې سیمه کې د اوبو، برېښنا او مخابراتو تأسيسات عادي شوي دي.

له يادې زلزلې وروسته، د شان دونګ ولايت د زلزلې ضد قوماندانۍ له ناورينو سره د مقابلې او د زيانونو د مخنيوي د دولتي درېیمې کچې تدبيرونه اعلان کړي.