په تېرو۶ کلونو کې د پاکستان د نفوس کلنۍ وده ۲،۵۵ سلنې ته رسېدلې
CMG2023/08/07 10:42:41
شريکول:

 د پاکستان صدراعظمۍ ماڼۍ د اګست په ۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد حکومت په همدې ورځ د ۲۰۲۳م کال د ۷مې ملي سرشمېرنې پايله تصويب کړې، چې له مخې يې د پاکستان نفوس ۲۴۱ ميليونه تنه ښودل شوی دی.

اعلاميه وايي، چې د پاکستان د نفوس په سږنۍ سرشمېرنې کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله شاوخوا ۳۳،۸۱ ميليونه زياتوالی راغلی او په تېرو ۶ کلونو کې يې د کلنۍ ودې کچه ۲،۵۵ سلنې ته رسېدلې ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، دا لومړی ځل دی، چې په دغه هېواد کې ډیجیټلي سرشمېرنه ترسره کېږي، خو د نفوس د ودې اوسنۍ کچه يې ډېره حیرانوونکې او د اندېښنې وړ بللې ده.

نوموړي ويلي، چې د پاکستان اړوندې ادارې بايد د نفوس د زیاتوالي د مخنیوي لپاره بیړني تدبیرونه ونیسي، څو په هېواد کې يې د غربت او بېکارۍ کچه نوره لوړه نشي.