د پاکستان مخکينی لومړی وزیر عمران خان زندان ته ولېږدول شو
CMG2023/08/07 15:22:45
شريکول:

د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې يوې محکمې د اګست په ۵مې نېټې د دغه هېواد مخکينی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په ۳ کاله بند محکوم کړی دی.

د پاکستان ډېلي ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې عمران خان د محکمې د پرېکړې او حکم پر مهال حاضر نه و.

محکمې په همدې ورځ د عمران خان د نيولو حکم هم صادر کړ او د پاکستان پوليسو هغه د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې په خپل شخصي کور کې ونيوه او سمدستي يې زندان ته ولېږدوه.