د جدې نړیوال کنفرانس کې د اوکراین مسئلې د سوله ييز حل غوښتنه شوې
CMG2023/08/07 14:59:28
شريکول:

د جدې نړيوال کنفرانس د اګست په ۶مې نېټې د سعودي عربستان په لوېديځ ساحلي ښار جده کې پای ته ورسېد او د اوکراين کړکېچ د سوله ييز حل په اړه پکې ټينګار شوی دی.

دغه کنفرانس دوه ورځې دوام درلود او ګډونوالو یې د اوکراين د شخړې سوله ييز حل غوښتنه کړې ده.

د سعودي خبري رسنیو ويلي، چې په دغې غونډې کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و او د اوکراين پر مسئلې غږيدلي او د دغه هېواد پر سوله ييز پلان يې هم بحثونه کړي دي.

د سعودي خبري رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په قول خبر ورکړی، چې هېواد يې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روان کړکېچ د حل او سولې لپاره کوښښونه کوي او په همدې موخه یې ياد کنفرانس هم وربللی و.

(ژباړه: شکريه)