سوډان د جګړې سربېره د ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دی
CRI2023/08/07 15:01:09
شريکول:

په سوډان کې د وسله‌والې شخړې څه باندې سل ورځې وتلې او د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د عامه خدماتو سیستمونه ویجاړ او حتی غیر فعال شوي چې په نتیجه کې يې کثافات هر ځای لیدل کېږي او مضره حشراتو شمېر ډېر زیات شوی.

په اګست میاشت کې د باراني فصل په درشل کې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې دوامدار سخت باران ورېدلی او په دې سره د کولرا، ملاریا، شري او ارمولۍ په شمول څو ساري ناروغۍ په پراخه توګه خپرېږي.

په سوډان کې د شخړې تر رامنځته کېدو وروسته د پلازمېنې خرطوم، شمال خرطوم او  اومدورمن په شمول درېيو ښارونو کې ډېرې سختې جګړې راپورته شوې او په دغو ښارونو کې د عامه خدماتو سیستمونه نږدې ټول ړنګ شوي، د کثافاتو د راغونډېدو او لرې کېدو چارې او د واټونو پاکولو او د میکروب وژلو کارونه ټول وځنډول شول، یاد درې ښارونه لکه د کثافاتو او خځلو یوه لويه ډیرۍ شوې ده.

په عین وخت کې په یادو سیمو کې د ککړو اوبو پاکوونکي تاسیسات او د اوبو د برابرولو او ایستلو لینونه او شبکې هم په جګړې کې سخت ویجاړ شوي دي. د باراني فصل په درشل کې کثافات نه یوازې په هوا کې میکروب او ویروس خپروي، بلکې ښايي په باران کې د ښار د اوبو په برابروونکي سیستم کې نفوذ وکړي او د لويې پيمانې ککړتیاوې به راپورته شي.

د خرطوم د ښاروالۍ چارواکي معتصم یوسف د چین ميډيا ګروپ له خبریال سره په مرکه کې وویل، اوسمهال د امنیتي عواملو له امله، د کثافاتو پاکولو موټرونه ډېرو سیمو ته نه شي تللی، نو په ډېرو ځایونو کې ګڼ شمېر کثافات راغونډېږي او د میکروب او ویروس د خپرېدو سبب ګرځېدلي دي.

د عامه روغتیا خدمات د یوه هېواد یا سیمې د ناروغۍ په تېره بیا د ساري ناروغیو د وقايې او مخنیوي لپاره مهم تضمین دی. خو د وسله‌والې شخړې له امله د سوډان طبي او روغتیايي سیستم ړنګ شوی او د ناروغیو وقايې او مخنیوي هېڅ توان نه لري.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، اوسمهال د سوډان ۸۰ سلنه روغتونونه تړل شوي او له کاره لوېدلي دي. په اومدورمن ښار کې چې نفوس يې له یو میلیون زیات دی، یوازې د الاناوو په نوم یو روغتون پکې فعال دی او د اوبو، برېښنا د بندېدو، د طبي کارکوونکو او طبي توکو د کمښت په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

د یاد روغتون مسئول احمد زید وویل، اوس د پلازمېنې په شاوخوا سیمو کې روغتیايي سیستم د ړنګېدو له خطر سره مخ دی. د اومدورمن روغتون تر تړل کېدو وروسته زموږ روغتون په دغه ښار کې یوازینی فعال روغتون دی. هره ورځ د ناروغانو شمېر ډېر زیات وي چې زموږ د ظرفیت له مخې بیخي د منلو وړ نه دي.

نه یوازې روغتونونه، ګڼ شمېر درملتونونه د امنیتي حالاتو د ترینګلتیا او د درملو د کمښت له امله هم تړل شوي. یوازې د استوګنې په سیمو کې لږ شمېر درملتونونه لا هم پرانیستي او د ځايي وګړو د درملو اخیستلو وروستۍ هیله ده. که د طبي موادو د عرضې لارې عادي نشي، نو دغه درملتونونه به په نږدې وخت کې وتړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان څو ورځې مخکې ویلي، د سوډان په ځينو سیمو کې شري او ارمولۍ ناروغۍ راپورته شوې او په ارمولۍ د اخته کېدو ناروغانو شمېر له ۲ زرو زیات دی او په دې جمله کې ۳۰ تنه مړه شوي هم دي.

د سوډان خلک اوس نه یوازې د جګړې تر خطرونو لاندې دي، بلکې د ساري ناروغیو د خپرېدو په حال کې د درملو له کمښت سره هم مخ دي، ډېر خلک يې هم د څښاک اوبو او غلودانو د نه لرلو ستونزې لري.