روان کال په امريکا کې ۲۵ زره کسان په ډزو وژل شوي
CMG2023/08/07 11:18:39
شريکول:

د امریکا د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف(gun violence archive) پر خپلې ويبپاڼې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان ۲۰۲۳م کال د اګست تر پنځمې نېټې پورې په دغه هېواد کې د ډزو د هغو پېښو شمېر، چې له بريدګرو پرته پکې لږ تر لږه ۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې، ۴۲۶ ښودل شوی دی.

شمېرې ښيي، چې د روان کال د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په امريکې کې ۲۵۱۹۸ کسان د ډزو پېښو له امله وژل شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د تېرې اوونۍ په پای کې هم د امريکې په یو شمېر ځايونو کې ورته پېښې شوي، چې له امله يې تر لسو زياتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.