وانګ يي د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارې له لوړپوړي استازي جوسي بوريل سره ټيليفوني خبرې وکړې
CMG2023/08/07 15:02:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۶مې نېټې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارې له لوړپوړي استازي جوسي بوريل سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

بوريل د خبرو په پېل کې، د چين په ځينو ښارونو او سيمو کې په وروستيو سختو بارانونو او سيلابونو کې له ځپلو شويو وګړو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې اروپا له چين سره د ښو اړيکو د ټينګښت کلکه اراده لري او په وينا يې، د اروپايي ټولنې د " نړیوالې دروازې" پلان د چين له "یو کمربند او یوې لارې" سره په ټکر کې نه دی او د دواړو پلانونو هدف يې د نړیوال پرمختګ هڅول بللي دي.

بوريل هيله ښودلې، چې چين ته ژر سفر وکړي، ستراتيژيک ډيالوګ ورسره پيل کړي او د اروپايي ټولنې او چين د مشرانو د سږنۍ غونډې لپاره ګډ چمتووالی ونيسي او خپلمنځي اړيکو ته يې نور هم پرمختګ ورکړي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين تل د دواړو خواوو د اړيکو د ټينګښت لپاره مثبت اقدامات غوره کړي او د مشرانو سږنۍ غونډې ته يې مهم اهميت ورکړی او هيله يې ښودلې، چې دغه غونډه به د دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو او همکاريو لپاره مثبت رول ولوبوي.

نوموړي ويلي، چين او اروپايي ټولنه بايد زيات اداري ډيالوګ تر سره کړي، د خپلمنځي تبادلې د تېر درې کلن کمښت وضيعت باید بدل کړي او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پرمختګ ته باید خوځنده ځواک ورکړي.

وانګ يي د جوسي بوريل هرکلی کړی، چې چين ته سفر وکړي او هيله يې ښودلې، چې دواړه خواوې د پراخ او ژور ستراتيژيک ډيالوګ له لارې د مشرانو غونډې لپاره سياسي چمتوالی ونيسي. (ژباړه: شکريه)