اسرائیلي ځواکونو د اردن سیند په لوېدیځې غاړې کې ۳ فلسطینیان وژلي
CMG2023/08/07 10:41:40
شريکول:

د فلسطين روغتيا وزارت د اګست په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي سرتيرو په همدې ورځ د اردن سیند د لوېديځې غاړې په جنين ښار کې ۳ فلسطينيان په ډزو وژلي دي.

د فلسطين د امنيتي ادارې يوه چارواکي رسنيو ته په وينا کې ويلي، چې اسرائيلي تيرو په همدې ورځ د جنين ښار په جنوب کې پر يوه ملکي موټر ډزې کړي، چي له امله يې په موټر کي سپاره ۳ فلسطينيان وژل شوي دي.

ياد چارواکي ويلي، چې د وژل شويو کسانو جسدونه لاهم له اسرائيلي ځواکونو سره دي او تر اوسه یې ورته جسدونه نه دي سپارلي.

اسرائيلي رسنيو بیا خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو په همدې ورځ د ترهګرو ضد عمليات کړي او د فلسطیني وسله والو د پټو بريدونو مخه يې نېولې ده.

رسنۍ وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د تلاشې پرمهال په يوه موټر کې اېم شپاړس( M16) ټوپک هم نیولی دی.